د لوی احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي دي
چهارشنبه ( ۱۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني د هنر او فرهنګ د آمر عبدالشکور څپاند په ملتيا د لوی احمد شاه بابا د کور د بيارغونې له چارو ليدنه وکړه.
ښاغلي سمنګاني اړوندو مسؤلينو ته د چارو په ښه توګه ترسره کولو او د دغه تاريخي کور د ساتني اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.
د يادولو وړ ده، چې د لوی احمدشاه بابا د کور د بيارغونې چارې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري پيل شوې دي، چې اوس مهال يې ۷۰ سلنه چاري بشپړې شوي او پاته چارې به يې په راتلوونکو شاوخوا درې مياشتو کې بشپړې شي.
۱۴۰۳/۵/۳ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۴ ميلادي
