د خپرونو چارو معین فاریاب کې د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۲:۲۴
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو دڅارو رئیس مولوي صفی الله رائد او د دغه وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړیوال په شتون کې د فاریاب ولایت د امارتي او خصوصي رسنیو له یو شمېر ژورنالیستانو او مسؤلینو سره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې وکتل.
د دې لیدنې پر مهال د خصوصي رسنیو مسؤلینو او ژورنالیستانو د خبریالۍ کارتونو جوړولو، بريښنا بېلونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل: په تېرو پنځو کلونو کې فاریاب کې د رسنیو او ژورنالیستانو په وړاندې کومه ستره ستونزه نه ده رامنځته شوې. 
ژورنالیستانو زیاته کړه، چې د فاریاب ولایت د رسنیو مسؤلین او ټول ژورنالیستان د اسلامي نظام او ملي ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي او ټول ژورنالیستان د عامه افکارو د جوړولو او ساتلو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ ورکوي.
ورته مهال د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د رسنیو او ژورنالیستانو د ترسره کړیو فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هېواد د ټولو رسنیو او ژورنالیستانو ملاتړ ته ژمن دی. ښاغلي فراهي ډاډ څرګند کړ، چې د موجودو ستونزو د حل او له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ لپاره به لازمې هڅې وشي.

۱٤٤۸/٤/۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۲:۳۶
Background image

د دولتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوې

د بادغیس او کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د دولتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډې ترسره کړې، ترڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

له فرهنګي فعالانو، شاعرانو او اديبانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

په دغه ناسته کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار، ګڼ شمېر شاعرانو، ترانه ویونکو او لیکوالانو ګډون درلود.
په پیل کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو، ژورنالیستانو او د اړوندو بنسټونو له استازو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفی الله رائد او د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین. . .

BACK TO NEWS