د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د دغه وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئیسانو، د جوزجان ولایت سیمهییزو ادارو مسئولینو، خبریالانو، د رسنیو مسئولینو او ځوانانو په شتون کې په شبرغان ښار کې ترسره شو.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیفالدین معتصم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ژورنالېستان یوازې د خبر رسوونکي نه دي، بلکې د حقایقو انعکاسوونکي، خلکو ته د پوهاوي ورکوونکي او د ولسونو او حکومت ترمنځ د اړیکو جوړونکي دي، رسنۍ او خبریالان په هره ټولنه کې د عامه پوهاوي او د پېښو د انعکاس په برخه کې مهم رول لري او د مسلکي اصولو په رعایت او مسئولیت منلو سره کولای شي، د ټولنې د پوهاوي او انسجام په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: رسنۍ د څلورمې قوې په توګه د عامه افکارو په اصلاح او د معلوماتو په رسنیزو کولو کې مهم رول لري او د رسنیو مسئولیت دی، چې حقایق په سمه او مسئولانه توګه خلکو ته ورسوي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه؛ چې رسنۍ د لاسته راوړنو د انعکاس ترڅنګ باید د خلکو ستونزې هم په بېطرفه او رښتینې توګه له مسئولینو سره شریکې کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ادارو ویاندویان مکلف دي، چې اړین معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي، ترڅو د اوازو او ناسمومعلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.
د خپرونو چارو معین همدارنګه د ټولنیزو شبکو پر سمې کارونې ټینګار وکړ او ویې ویل: له دغو وسایلو څخه باید د عامه پوهاوي او ټولنې د خدمت لپاره استفاده وشي.
په دې سیمینار کې پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفیالله رائد، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د جوزجان ولایت د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون استادانو او د خبریالانو په استازولۍ یو تن خبریال د خبریالانو د مسلکي مسئولیتونو، د فکري او عقیدوي ظرفیت د لوړونې د اهمیت، په رسنیز ډګر کې رښتینولۍ، دقت او د مسئولیت منلو، د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د رول او په رسنیزو فعالیتونو کې د اسلامي ارزښتونو د رعایت په اړه خبرې وکړې.
ویناوالو همدارنګه په ژوند کې د هدف ټاکلو، له قومي، سمتي او ژبني تعصباتو څخه پر ډډه کولو، د رسنیو او مسئولینو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او د رسنیزو ستونزو پر حل هم ټینګار وکړ.
همداراز ګډونوالو د خبریالانو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام او د خبریالانو د ظرفیت لوړولو، د رسنیو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه او سیمهییزو رسنیو د حقایقو د انعکاس او خپلو مسلکي مسئولیتونو د ترسره کولو په برخه کې یې پوره ډاډ څرګند کړ.
۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
