زابل کې خبريالانو ته د رواني درملنې درې ورځنی سمينار پيل شو
د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همغږۍ د خبريالانو د خونديتوب کميټې له لوري شاوخوا شل تنو خبريالانو ته د رواني درملنې او ستونزو سره د مبارزې په تړاو درې ورځنی ښوونيز سمينار پيل شو، چې ياد سيمينار به يوه ورځ په عملي بڼه تر سره کيږي او دوه ورځې به انفرادي غونډې ولري.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد د ياد ښوونيز سمينار په جوړولو خوښي څرګنده کړه او دا ډول ښوونيز سمينارونه يې د خبريالانو د ظرفيت لوړونې او ستونزو ختمولو برخه کې ګټور وبلل.
ښاغلي حماد وويل: په راتلوونکي کې دوى هم پلان لري، ترڅو د خبريالانو، رسنيو او د ادارو د وياندويانو ظرفيت لوړونې لپاره يو هر اړخيز سيمينار جوړ کړي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خبريالانو څخه د ملاتړ په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی او هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
ورپسي د خبریالانو د خونديتوب کمیټې مسؤل ښاغلي عصمت الله عمري ګډونوالو ته د سمينار په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دغه درې ورځنی سمينار به په رواني درملنې او رواني روغتیا باندې تمرکز وکړي، تر څو خبریالان وکولای شي د خپلو راپورونو له لارې خلکو ته دقیق او مسلکي معلومات وړاندې کړي.
د سمينار برخوالو خبريالانو د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست او افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې څخه د ښوونيزو سمينارونو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو سمينارونو د جوړولو غوښتنه يې وکړه.
۱۴۴۶/۴/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۶ هـ ل