ګڼ شمېر زده کوونکو ته د کمپیوټر او ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د بلدتیا په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Wed, Oct 28 2026 10:10 AM
...

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده‌کوونکو ته د کمپیوټر او ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د بلدتیا په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې زده‌کوونکو ته د کمپیوټر او معاصرې ټکنالوژۍ د اهمیت، په ورځني ژوند او مسلکي چارو کې د دغو وسایلو د کارونې او د نوې ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د بلدتیا په اړه معلومات ورکړل شول.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي؛ د ځوانانو چارو امریت هڅې کوي، چې د ځوانانو د علمي کچې لوړولو، مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا او د عملي مهارتونو د پراختیا په موخه ورته روزنیز پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کړي.
د مسؤلینو په وینا؛ د دې ډول روزنیزو پروګرامونو موخه دا ده، چې ځوانان له نوې ټکنالوژۍ سره بلد شي او په راتلونکي کې له خپلو زده‌کړو او مهارتونو څخه په علمي او مسلکي برخو کې اغېزمنه ګټه واخلي.

۱۴۴۸/۵/۱۶هـ

تازه ترین اخبار

Wed, Oct 28 2026 11:50 AM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Meets Kandahar Governor

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, met with Kandahar Governor Mullah Shirin Akhund during an official visit to. . .

Wed, Oct 28 2026 9:53 AM
Background image

MOIC Concludes Capacity-Building Seminar for Staff Preserving Jihadi Artifacts

The Ministry of Information and Culture has concluded a three-day capacity-building seminar for central and provincial staff of the General Directorate for the Preservation of Jihadi. . .

Tue, Oct 27 2026 3:22 PM
Background image

MOIC Commission Inspects Signage and Advertising Boards in Kabul’s District 20

The Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards, under the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, inspected signage and. . .

BACK TO NEWS