لغمان کې خبریالانو ته د رواني درملنې په اړه سیمینار وړاندې شو
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ګډو همکاریو ددې ولایت د بیلابیلو رسنیو خبریالانو ته د رواني درملنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي دا ډول پروګرامونه د خبریالانو لپاره ګټور وبلل او ویې ویل: خبریالان د ټولنې سترګې دي، دوی باید په ټوله معنی له هر اړخه پیاوړي وي ترڅو خپلې رسنیزې چارې په ښه توګه ترسره کړي.
دغه راز د خوندیتوب کمیټې مسؤل میرویس خواخوږ بیا وویل: په دغه پروګرام کې خبریالانو ته د رواني روغتیا، د رواني فشارونو د مدیریت او د رسنیز کار له اړوندو ننګونو سره د مقابلې د لارو چارو په اړه معلومات ورکړل شول.
۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق
