د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

wasim_admin
Sat, Jun 13 2026 3:28 PM
,,

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما په شتون کې د دغه ریاست اړوند د جهادي اثارو د ساتنې مدیریت ته وسپارل شول.
په دغو آثارو کې یو لس لیټره ژېړ رنګه د درنو وسایطو ضد بوشکه ماین او یو پنځه لیټره د سپکو وسایطو ضد د سړک غاړې بوشکه ماین شامل دي، چې د جهاد په دوران کې د مجاهدینو له خوا په لاسي ډول جوړ شوي او کارول کېدل. دغه آثار د ساتنې، خوندي کولو او د جهادي آثارو د ساتنې موزیم کې د ثبت په موخه د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.
ډلګي مشر مولوي نوراحمد خالد د دغو آثارو د سپارلو پر مهال وویل: د جهاد د یادګارونو ساتنه او پالنه د ټولو ګډ مسئولیت دی. نوموړي زیاته کړه، چې د دغو آثارو سپارل د جهادي آثارو د ساتنې په برخه کې د نوموړي د همکارۍ لومړنی ګام دی او په نږدې راتلونکي کې به د جهاد دورې یو شمېر نور آثار او یادګارونه هم د جهادي آثارو د ساتنې مدیریت ته وسپاري.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دغه جهادي آثار د جهاد په دوران کې د مجاهدینو د زړورتیا، استقامت او قربانۍ څرګندونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د دغو آثارو ساتنه او خوندي کول د جهاد د تاریخ د ژوندي ساتلو او راتلونکو نسلونو ته د هغه د ارزښتونو د لېږدولو په برخه کې مهم رول لري.
 ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS