پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

wasim_admin
Thu, Jun 11 2026 1:07 PM
..

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د  توپ درې سټوپه د پروان ولایت له مهمو تاریخي سیمو څخه شمېرل کیږي، چې شاوخوا ۲۴ تاریخي ساحې پکې شتون لري، نوموړي د سیمې له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د دغو تاریخي آبداتو په ساتنه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي، ترڅو دا ملي او فرهنګي شتمني له هر ډول زیان څخه خوندي پاتې شي.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر زیاته کړه؛ چې دا سټوپه  په وروستیو کلونو کې د ګڼ شمیر بهرنيو او کورنيو سیلانیانو د پام وړ ګرځیدلې ده، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې دلته د سیلانیانو لپاره مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورته مهال د پروان ولایت مقام استازي د تاریخي آبداتو د ساتنې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د فرهنګي میراثونو د خوندي ساتنې په موخه د نوې نسل پوهاوی اړین دی.
همدا راز د سیمې اوسیدونکو د تاریخي آبداتو ساتنه خپل ملي او فرهنګي مسؤولیت وباله او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دغو ارزښتناکو تاریخي او فرهنګي شتمنیو د خوندي ساتنې لپاره به خپلې هڅې او همکارۍ لا پیاوړې کړي او د هر ډول زیان رسوونکو کړنو مخه به ونیسي.

 ۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS