د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه
د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزيزي، د ګڼ شمېر ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، علماوو کرامو، نعت ویونکو، ترنم کوونکو، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو شاعرانو او زرګونه تنه د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره یوازي یوه ادبي ناسته نه ده، بلکي دا د افغان ولس د فرهنګي یووالي، فکري بیدارۍ او ادبي ارزښتونو د ژوندي ساتلو یو مهم سنګر دی، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې د هلمند د ادب، فرهنګ او تاریخي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره لا پراخ پروګرامونه جوړ کړي او ځوان نسل د قلم، ادب او مطالعې لور ته وهڅوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزيزي وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه شاعران، ادیبان او ليکوالان په ډاډمن امنیتي فضا کې دې مشاعرې ته راغونډ شوي دي، هلمند نه یوازي د شعر، ادب او فرهنګ له اړخه ځانګړی تاریخي حیثیت لري، بلکي د دین، جهاد او قربانۍ په ډګر کې یې هم تل ویاړلي کارنامې ترسره کړي دي.
ښاغلي عزيزي د شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو تېر جهادي او فرهنګي فعالیتونه وستایل او ویې ویل: د شاعرانو، لیکوالانو ترانه ویونکو او ترنم کوونکو شتون په دغه ډول مشاعرو کې د ویاړ ځای دی، ځکه دوی د شعر او ادب په ژبه غواړي د کړېدلي ولس دردونه بیان کړي او ولسونه د اسلامي نظام، یووالي او قربانۍ ارزښتونو ته متوجه کړي، لیکوالان او شاعران باید د خپل قلم له لاري د اسلامي نظام لاسته راوړني، پرمختګونه، خدمتونه او د ولسونو هیلې په هنري او ادبي بڼه تر نړیوالو او راتلونکو نسلونو ورسوي، ځکه همدا شعرونه او ادبي اثار دي چې د ملتونو تاریخونه، قربانۍ او ویاړونه تر پیړیو ژوندي ساتي.
د مشاعرې په لړ کي د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو شاعرانو، نعت ویونکو او ترنم کوونکو خپل شعرونه، نظمونه، نعتونه او ادبي ټوټې ګډونوالو ته وړاندي کړل، چي د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق
