په کابل کې د مهاجرینو له لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وشوه
د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر او د باختر خبري آژانس رئیس او د مهاجرینو د عامه پوهاوي کمېټې مسؤول مولوي احسان الله حسان په کابل کې د مهاجرینو له لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
نوموړو د لیدنې پر مهال په کمپ کې د شته هیئت د عامه پوهاوي له چارو څخه د ارزونې ترڅنګ د مهاجرینو له اوسني وضعیت، اړتیاوو او ستونزو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر وویل: د مهاجرینو په اړه عام هېوادوالو ته پوهاوی او مهاجرينو ته عامه پوهاوی کول د رسنیو له مهمو مسؤولیتونو څخه دي.
همدارنګه، د باختر خبري آژانس رئیس او د مهاجرینو د عامه پوهاوي کمېټې مسؤول مولوي احسان الله حسان ټینګار وکړ، چې د مهاجرینو اړوند فعالیتونو، بشري خدمتونو او پرمختګونو په اړه به راپورونه پر وخت، دقیق او رښتیني توګه د داخلي او نړیوالو رسنیو له لارې خپرېږي.
د یادې لیدنې په پای کې دواړو لورو د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ، د اطلاعاتو د چټک تبادلې او مهاجرینو ته د عامه پوهاوي کولو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق
