د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
اثنين, يونيو 22 2026 9:07 صباحا
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې په کې د عامه کتابتونونو مسؤلینو، د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو، لیکوالانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د اسلام سپیڅلي دین د لارښونو په رڼا کې د کتاب، مطالعې او کتابتونونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې د اسلام په تاریخ کې کتاب، کتابتون او علم ته ځانګړې پاملرنه شوې وه او د عامه کتابتونونو اداره د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د پراختیا لپاره بېلابېل پروګرامونه ترسره کوي.
ښاغلي صمیم له ټولو لیکوالانو، څیړونکو او ځوانانو څخه وغوښتل چې راځئ په حقیقي معنا علم ته مخه کړو او څیړنې، کتاب لوستنې او د لیکوالی په برخه کې کار وکړو، ترڅو نور له ناخوالو خلاص او هېواد مو په ټولو برخو کې پر ځان بسیا شي. 
دغه راز د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او د مرکزي عامه کتابتونونو آمر د سیمينار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کتاب لوستنې او مطالعې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغه سیمینار موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامول او ځوان نسل ته د هیواد تکړه لیکوالانو او څیړونکو ورپیژندل دي.
د مرکزي عامه کتابتونونو آمر په وینا؛ اوس مهال د هېواد په کچه ۱۰۹ بابه عامه کتابتونونو فعال دي او ټول هېوادوال کولای شي، چې په ورځنی توګه له یادو عامه کتابتونونو څخه د مطالعې، لیکنو، څیړنو او علمي پرمختګ په موخه ګټه واخلي.
د سیمینار ګډونوالو د دغه سیمینار له جوړولو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کتاب لوستنې او مطالعې دود پیاوړتیا او پراختیا په موخه دې ورته پروګرامونو د ولایت د مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې هم جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه بېلابېلو ولایتونو کې روزنیز سیمینارونه ترسره شوي دي.

١٤٤٨/١/٦ ه ق

تازه ترین اخبار

اثنين, يونيو 22 2026 2:51 مساء
Background image

انعقادالاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 يونيو 2026م عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر في وزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، المولوي مهاجر فراهي.
وخلا. . .

اثنين, يونيو 22 2026 9:34 صباحا
Background image

تنظيم ندوة تدريبية لتعزيز ثقافة القراءة والمطالعة

نظّمت رئاسة المكتبات العامة التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع
رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا، ندوة تدريبية ليوم واحد بهدف تعزيز ثقافة القراءة والمطالعة، وذلك في قاعة. . .

أحد, يونيو 21 2026 12:07 مساء
Background image

قاعات المكتبة العامة تواصل استقبال روادها حتى العاشرة ليلًا

أعلن رئيس المكتبات العامة، الدكتور رفيع الله صميم، تمديد ساعات عمل قاعات المطالعة في المكتبات العامة حتى الساعة العاشرة ليلًا، بهدف توسيع نطاق الخدمات المقدمة للباحثين والطلاب ورواد. . .

BACK TO NEWS