د قطر سفیر له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه
پنجشنبه( ۴ د ذوالحجې ۱۴۴۷) په کابل کې د قطر شاهي دولت سفیر ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه.
د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف، د ښه راغلاست ترڅنګ، د خطي نسخو د لرغونتوب او تاریخي ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ملي آرشیف د تاریخي اسنادو او آثارو له پلوه خورا غني اداره ده.
ښاغلي حنیف زیاته کړه، د ملي آرشیف تاریخي اسناد، خطي نسخې او لرغوني آثار ترمیم او مرمت ته اړتیا لري، چې له اړوندو ادارو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
ډاکټر مردف القاشوطي د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم او مرمت په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
همدا راز د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي، ډاکټر مردف القاشوطي او د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف د ملي آرشیف له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، چې مسلکي غړو ورته د اسنادو او تاریخي آثارو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوامداره فرهنګي همکاریو ټینګار وشو
