فاریاب کې د رسنيو مسؤلين او خبريالان وستايل شول

panah_admin
Sun, Aug 25 2024 11:29 AM
فاریاب

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ددې ولايت د رسنيو مسؤلين او خبريالان د ( اسد ۲۴ مې ) د لمانځلو پرمهال د همکارۍ او هڅو له امله وستايل شول.
 په  دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي شمس الدين محمدي، د ملي راډيو تلويزيون آمر، د دولتي ادارو وياندویانو، د رسنيو مسؤلينواو خبريالانو ګډون کړی.
 مولوي شمس الدين محمدي په دقيقې او کره اطلاع رسونې خبرې وکړې او له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو يې د دې ولايت د ديني او کلتوري پروګرامونو د خپرولو له امله مننه وکړه، نوموړي زياته کړه؛ رسنۍ نه يواځې دا چې د اطلاعاتو او کلتور برخې د مټ او بازو حیثیت لري، بلکې په ټولنه کې د عامه پوهاوي او ټولنيزو او کلتوري پوهې خپرولو کې هم مهم رول لري.
په پای کې د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له کارونو او فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د ياد رياست له لوري يې د رسنيو د مسؤلينو او خبريالانو ستايل ددې رياست له لوري رسنيو او خبريالانو ته د اهميت او ارزښت ورکولو په معنی وبلل.

۱۴۴۶/۲/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۴ هـ ل

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS