د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي له مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه وکړه
تيره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان، د وزرات مقام ویاند او یو شمېر مسؤلینو د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي حبيب الله مجاهد سره تر کتنې وروسته له مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه وکړه.
مولوي حبيب الله مجاهد د ریاست اړوند لاسته راوړنې او ستونزې له ياد پلاوي سره شريکې کړې او بیا یې د مجاهد ملي موزیم په هکله عمومي معلومات ورکړل.
ښاغلي مولوي احسان الله حسان او ور سره مل پلاوي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او د مجاهد ملي موزيم په جوړېدو یې خوښي وښوده.
یاد پلاوي وويل: د دغه رياست ستونزې او مجاهد ملي موزيم په هکله معلومات به د وزارت مقام له رهبرۍ سره شريکې کړي او ستونزو ته به یې رسيدګي وکړي.
۱۴۰۳/۴/۱۷ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۷ ميلادي
