نیمروز کې ( د اسلامي امارت نشراتي پالیسي او د ژورنالیزم علمي او عملي سمینار) ترسره شو

tawana_admin
Tue, Jul 02 2024 11:30 PM
sss

سه شنبه( ۲۵ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د ریاست الوزراء د عالي مقام د شفاهي حکم او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هدایت پراساس د ملکي او نظامي ادارو  ویاندویانو او نشراتي مسؤولینو ته د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ او د ژورنالیزم علمي او عملي دوه ورځنی سمینار د ياد رياست د غونډو په تالار کې ترسره شو.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام د سمینار د پرانیستې په مراسمو کې وویل: په اوسني وخت کې د عامه ذهنیت د روښانولو لپاره رسنۍ او اغیزې یې مهمې دي، نوموړي د نشراتو له مسؤولینو او ویاندویانو څخه وغوښتل، ترڅو د خبرونو او راپورونو په جوړولو او ترتیبولو کې اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونه او ژورنالیستیکي اصولو ته جدي پاملرنه وکړي، اسلامي امارت د یادو  اصولو او ارزښتونو په پام کې نیولو سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې پوره ژمن دی او نشراتي مسؤولین بايد دې مسئلې ته جدي توجه وکړي او همدارنګه د خبرونو ترتیب، دقت، حقیقت او اغېزمنتوب ته هم پوره پاملرنه وشي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر او د سمینار وړاندی کوونکي محمد ظریف یوسفزي د خبري معیارونو او ارزښتونو، د اسلامي امارت د نشراتي تګلارې او په دې برخه کې د نظام د روښانه دریځ په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل. 


۱۴۰۳/۴/۱۲ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲ ميلادي

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS