پکتیا کې له بدلون ښونيز مرکز څخه د کمپیوټر په برخې کې يو شمېر زده کونکي فارغ شول

wares_admin
Sat, May 11 2024 12:04 PM
…

پنجشنبه (۳۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې د بدلون ښوونیز مرکز څخه د کمپیوټر برخه کې ۲۸ زده کوونکي له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته ده يوی غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په یاده غونډه کې د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار زده کوونکو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او ويې ويل: چې د ځوانانو فکري روزنې،علمي کچې او ظرفیت لوړونې لپاره بیلا بیل پروګرامونه په پام کې لري او ډیری کسان د ځوانانو چارو آمریت سره په همغږي په بیلا بیلو برخو کې په زده کړو بوخت دي.

ښاغلي اسلامیار زیاته کړه، چې په ښوونیزه برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري هر کال په سلګونه کسان په بیلابیلو ښوونیزو بنسټونو کې په زده کړو بوخت وي.

مولوي ثواب جان اسلامیار یادو مراسمو کې پر ځوانان غږ وکړ، چې اسلامي نظام د ګڼ شمېر ګلورینو او نښتریزو ځوانیو سرښندنو او قربانیو په پایله کې حاکم شوی دی، اوسمهال اړینه ده، چې د یاد نظام پیاوړتیا، دفاع او ساتنې په ډګر کې په اخلاص او ایماندارۍ سره خپل مسؤولیت اداء کړي.

د بدلون ښوونیز مرکز مسؤول انجینر عبدالوهاب بدلون د اطلاعاتو او کلتور رياست له ھمکاریو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې تل به په عصري ډګر کې د ځوانانو روزنه کوي، د اسلامي نظام غښتلتیا او په ځانګړې د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست سره خپلې چارې په پوره همغږۍ سره سرته رسوي.

ياده غونډه د فارغ شوو ځوانانو د خپلوانو په شتون کې د تصدیق پاڼو په وېش او دعا سره پای ته ورسېدل.

۲۰۲۴/۵/۹ ميلادي 
۱۴۰۳/۲/۲۰ ھ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS