جوزجان ولايت کې له ۳۰ تنو د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ نهايي ازموينه واخستل شوه
یکشنبه (۲۹ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) په جوزجان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېډ موسسې په همکارۍ د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ د ۹۰۰ ګډونوالو له منځه د ټاکل شويو ۳۰ تنو څخه نهايي ازموينه واخستل شوه.
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر پهلوان بابري وويل: څو ورځې وړاندې په دې ولايت کې له شاوخوا ۹۰۰ تنو څخه په سيرت النبي ﷺ کې ازموينه اخستل شوې وه، چې له هغې ډلې يې ۳۰ تنه غوره ګډونوال وټاکل شول، چې نن د موظفو استادانو په حضور کې له دې ۳۰ تنو څخه نهايي ازموينه واخستل شوه، چې د دوی له ډلې به يې لسو غوره ګډونوالو ته جايزې ورکړل شي.
په ياده سيالۍ کې ګډونکوو ځوانانو دا ډول ديني او علمي سيالۍ د ځوانانو په ظرفيت لوړونه کې مهمې وبللې او د ورته نورو سياليو د ترسره کولو غوښتونکي شول.