لغمان کې د رسنیو مسؤلینو سره د هېواد د تاریخي او مذهبي ورځو د لمانځنې په تړاو ناسته وشوه
تېره ورځ لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ د رسنیو مسؤلینو سره د هېواد د تاریخي او مذهبي ورځو د لمانځنې په تړاو ناسته وشوه.
د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي د رسنیو له مسؤلینو مننه وکړه، چې وخت پر وخت یې ددوی غوښتنې منلي او غونډو ته یې رسیده ګي کړې ده، بیا یې د ناستې د محتوا اړوند معلومات ورکړل، وې ویل چې د رسنیو مسؤلینو دې د هېواد د تاریخي او مذهبي ورځو په تړاو کوشش وکړي چې خلکو ته د عامه پوهاوي او نورو برخو اړوند مهم معلومات ورکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د رسنیو مسؤلین دې کوښښ وکړي، ترڅو د ا.ا د پالیسیو سره سم نشرات وکړي، ددې ترڅنګ دې د حوت ۱۰ مه د امریکایي اشغال د پای او د تاریخي تړون د لاسلیک، د حوت ۳ یمه د تکبیر او د کابل خلکو د قیام، د حوت ۲۰ مه د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې او نورو ورځو اړوند خپرونې وکړي، په روژې او نورو ورځو کې دې هڅه وشي، ترڅو لاډیرې اسلامي خپرونې اوریدونکو ته ورسوي، د مختلفو موضوعاتو په اړه دې د خلکو پوښتنو ته له دیني اړخه ځواب ورکړي.
په پای کې د ملي راډیو تلویزیون او د نورو رسنیو مسؤلینو وویل: رسنیو له پخوا راهیسې د ټولو مذهبي او تاریخي ورځو لمانځنه کړې ده، له دې وروسته به هم کوشش وکړي چې اوریدونکو ته ښې خپرونې ورسوي.
۱۴۴۵/۸/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۳ هـ ل
