د خلکو فرهنګ رياست د ثمر ژبپوهنې موسسې سره هوکړه ليک لاسليک کړ

wares_admin
Tue, Jan 23 2024 12:49 PM
....

نن دوشنبه (۱۱ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د خلکو فرهنګ ریاست د ثمر ژبپوهنې نړیوالې موسسې سره د هېواد د درېیمو ژبو د ودې او پراختیا په برخه کې د کړنو یو کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک له مخې نوموړې موسسه مکلفه ده، تر څو د هېواد په څلورو ولایتونو(  بدخشان، ننګرهار، جوزجان او کابل) کې د نورستاني، پشه یي، ساوجي، شغناني، منجاني، واخاني او پروني ژبو د ودې او پراختیا په برخو کې علمي او څېړنیز کارونه تر سره کړي چې د واخاني، پشه یي او پروني ژبو د رسم الخط معیاري کول، د شعرونو، فولکلوریکو کیسو، متلونو، ترانو او کیسۍ (چیستانونو) را ټولول، د یادو ژبو د ګرامر د ودې او پراختیا په منظور د قاموسونو لیکل، د کتابونو او رسالو لیکل او چاپول پکې شامل دي. 
د یادونې وړ ده چې ذکر شوې موسسه به د خپلو تر سره شویو کارونو ربعوار او کلنی راپور او همدارنګه د همدې ژبو په برخه کې د تر سره شوي کار د ترتیب شویو موادو  یوه کاپي د خلکو فرهنګ ریاست ته سپاري، همدا ډول د خلکو فرهنګ ریاست مسولیت لري، تر څو په مرکز کابل کې د یادې موسسې د ژبنیزو کارونو څارنه وکړي، چې په ولایتونو کې دغه مسولیت د اړونده ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ریاستونو په غاړه دی.

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS