روزګان کې یو شمېر تاریخي اثار موندل شوي
د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند درفشان سیمه کښي د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سيمې د اوسيدونکو په همکارۍ یو شمېر تاریخي اثار موندلي.
د اطلاعات او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي وویل: د روزګان مرکز ترینکوټ اړوند درفشان سیمه کې د سیمې خلکو د سرک د جوړولو پر وخت په یوه تپه کې یاد تاریخي اثار موندلي، چي د بې احتیاطۍ له امله یادو اثارو ته زیان اوښتی.
د نوموړي په خبره ؛ تر اوسه د موندل شوو تاریخي آثارو قدامت او ارزښت معلوم نه دی، د مسلکي يټم د څیړلو څخه ورسته به د یادو اثارو تاریخي ارزښت او قدامت معلوم کړي.
روزګان ولايت یو له تاریخي او لرغونو سیمو څخه دی او شاوخوا ۱۴۳ تاریخي سیمې او ابدې لري.
۱۴۴۵/۷/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۶ هـ ش
