د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري او علمي برنامو د ملاتړ په موخه له مسؤلینو سره ناستې ترسره کړې

wares_admin
Mon, Jan 08 2024 2:36 PM
.....

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې ولایت د بنو، ده‌صلاح او پلحصار ولسوالیو له سیمه‌ییزو مسؤلینو سره ناستې ترسره کړې، ترڅو په خپلو ولسوالیو کې د اړوندو بنسټونو سره له علمي، کلتوري او زده‌کړیزو برنامو څخه ملاتړ وکړي او دغه راز په سیمه‌ییزه کچه ځوانان وهڅوي، ترڅو خپل هر اړخیز ټولنیز مسؤلیت درک کړي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د بنو، ده‌صلاح او پلحصار ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قومندانانو، د حج  او اوقافو، پوهنې، استخباراتو او دغه راز د قریه‌جاتو له مدیرانو سره ناستې ترسره کړې، ترڅو دغه مسؤلین په خپلو ولسوالیو کې د علمي، کلتوري او زده‌کړیزو برنامو په جوړولو کې همکارې وکړي، د ځوانانو علمي وده خپل کاري لومړیتوب وبولي، د ښې حکومتولۍ په رامنځ ته کولو کې هڅې وکړي او دغه راز د مېشتو قومونو د یووالي د ساتنې لپاره زمینې برابرې کړي.
هاشمي وویل، چې یادو مسؤلینو سره یې شریکه کړې، چې د لرغونو ځایونو او فرهنګي اثارو ساتنه، د حکومت او ملت تر منځ د واټن کمول او دغه راز د فکري جګړې په اړه د ځوان نسل د پوهاوي په موخه غونډې جوړول په سیمه‌ییزه کچه د دوی مسؤلیت دی او باید دا چاره ترسره کړي.
د یادو ولسوالیو ولسوالانو او اړوندو مسؤلینو وویل: په دې ولسوالیو کې یادو برخو ته ډېره پاملرنه کوي، ترڅو د خلکو ترمنځ یوالی ټينګ، فکري مبارزه پیاوړې، کلتوري ناستې ډېرې او دغه راز لرغوني اثار او ابدات خوندي پاتې شي.

۱۴۴۵/۶/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۸ هـ ش
 

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS