هلمند کي دویناوالۍ سیالي ترسره شوه

wares_admin
Fri, Dec 22 2023 6:47 PM
.....

نن ورځ پنجشنبه (۸ د جمادي الثاني ۱۴۴۵) د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند کلتوري مرکز تالار کي د ځوانانو چارو آمریت له لوري دمدارسو طالب العلمانو،هلمندښوونیز مرکز، دپوهنتون محصلینواو ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ د ویناوالۍ سیالي د یوې غونډې په ترڅ کي ترسره شوه.

یاده غونډه کي داطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد،دیاد ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمدحنیف، دملي راډیو ټلویزون آمر مولوي نظرمحمد زاهد،دځوانانو چاروآمر مولوي حیات الله یوسف، دباختر خبري آژانس مدیر محمدالله اماني، مولوي عبدالغفار سعید، مولوي روح الله اغا،دځوانانو د ودې او انکشاف مدیر عبدالصبور نوري او یوشمېر نور مسؤلینو او ګډونوالو برخه لرله.
 د ځوانانو چارو آمرمولوي حیات الله یوسف ټولو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته يې کړه؛ خوښ یم  چي نن د علم په ګاڼه سمبال ځوانان  راغلي او زموږ سره دې سیالیو کي ګډون کوي ترڅو د ویناوالۍ علمي سیالۍ کي بریا ترلاسه کړي.

یاده غونډه کي ۱۵ تنو طالب العلمانو، محصلینو او د ښوونځیو زده کوونکو پرمختلفو موضوعاتو خپلې ویناوې ګډونوالو ته وړاندې کړې، چي د یادو مسؤلینو لخوا به ښه وینا کوونکي تثبیت او راتلونکي کې به ګډونوالو ته معرفي شي.

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS