د ټوليزو رسنيو دپاليسۍ د مسودې په اړوند د نظرغوښتنې، مشورتي غونډه جوړه شوه

Anonymous (not verified)
Wed, Jan 22 2020 11:05 AM
د ټوليزو رسنيو دپاليسۍ د مسودې په اړوند د نظرغوښتنې، مشورتي غونډه جوړه شوه


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په شتون نن د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې په اړوند د نظرغوښتنې، مشورتي غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د بېلابيلو رسنيزو بنسټونو د يوشمېر مسوولينو او استازو، د نظرخاوندانو او د رسنيو د کارکوونکو په شتون  جوړه شوه؛ برخه والو د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې په اړه خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د بېلابېلو  رسنيزو بنسټونو د مسوولينو له شتون او د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې په اړوند  د نظريو او وړانديزونو له وړاندې کولو څخه په  مننې سره، څرګنده کړه چې د هغوى نظريې او وړانديزونه به د ټوليزو رسنيو په پاليسۍ کې ځاى کړى شي.
حسينې ساپۍ ټينګار وکړچې دغه نظريې او وړانديزونه په ليکلي ډول هم بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنيو عالي شورا ته ولېږل شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د رسنيو د عالي شورا د واکونو او کړو وړو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې له دوو کلونو څخه په لنډه موده کې دغې شورا څه دپاسه ٣٧غونډې جوړې کړې دي چې فوق العاده غونډې هم پکې شاملې دي. په همدې ترتيب د رسنيو د دغې عالي شورا د غړو له کړنو او هڅو څخه چې د بېلابېلو بنسټونو استازي پکې شامل دي، هم قدرداني وکړه.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د طرحې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغې پاليسۍ مسوده په لسو برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنيو عالي شورا برابره کړې ده چې عموميات، د ټوليزو رسنيو فعاليت، د ټوليزو رسنيو مالي او عايداتي سرچينې، د ژورناليزم د مسلکي معيارونو رعايتول، نشراتي محتوا،  د انتخاباتو د بهير پوښښ، ډول ډول مطالب، د اعلانونو خپرول او چاپول، د ژورناليستانو او رسانه يي کارکوونکو ملاتړ او متفرقه مواد پکې شامل دي.
وروسته فريدې نېکزاد د افغانستان د ژورناليستانو فدراسيون په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې د فدراسيون د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په اړوند خه دپاسه ٢٠ نظريې او وړانديزونه په ليکلي ډول د رسنيو عالي شورا ته وړاندې کوي چې د ټوليزو رسنيو په پاليسۍ کې په پام کې ونيول شي.
وروسته د دې غونډې برخه وال په درېيو کاري ډلو ووېشل شول او د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د هرې برخې د مادو په اړه خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
دغه راز د لومړۍ ډلې په استازيتوب خپلواک ساپي، د دويمې ډلې په استازيتوب عبدالقهار جواد او د درېيمې ډلې په استازيتوب هوسۍ  ظهوري د خپلو ډلو نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
په همدې ترتيب د حکومت او رسنيو د ګډې کمېتې مرستيال ضيا بوميا هم د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په اړوند يو لړ نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
دغه پاليسۍ به له نظرغوښتنې وروسته د ټوليزو رسنيو د عالي شورا له لوري  تصويب شي.
کابل/ دسلواغې لومړۍ/ باختر

تازه ترین اخبار

Sun, Sep 06 2026 9:10 AM
Background image

Deputy Minister for Culture and Arts Meets with Director General of Turquoise Mountain

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Culture and Arts at the Ministry of Information and Culture, met with Ms. Lian, Director General of Turquoise Mountain in Afghanistan,. . .

Wed, Sep 02 2026 4:13 PM
Background image

New Directors Appointed to Departments of the Ministry of Information and Culture

Pursuant to a decree issued by the Office of the Prime Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan, three new directors have been appointed to key departments of the Ministry of. . .

Tue, Sep 01 2026 4:35 PM
Background image

Signage and Advertising Boards Reform Commission Conducts Inspection in Kabul’s 2nd District

On 18 Rabi’ al-Awwal 1448 AH, as part of its ongoing field activities, the Signage and Advertising Boards Reform Commission, affiliated with the Deputy Ministry of Publications of the. . .

BACK TO NEWS