اووه مورده رسنیز شکایتونه او سرغړونې وڅېړل شوې

Anonymous (not verified)
Tue, Jan 07 2020 10:10 AM
اووه مورده رسنیز شکایتونه او سرغړونې وڅېړل شوې


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ نن د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: په دې ناسته کې لومړی د کمېسیون د تېرې ناستې د پرېکړو او اجرااتو په اړوند معلومات وړاندې شول.
وروسته د کمېسیون غړيو د اوو موردو شکایتونو او سرغړونو په اړوند چې د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه یو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو استولې وې؛ خبرې وکړې.
همدارنګه له څېرڼې وروسته، د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون له صلاحیتونو او طرزالعمل سره سم، د هر مورد په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د زیاتې پاملرنې او د کمېسیون د کار بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
ابل/دمرغومي۱۶مه/باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS