د بادغیس اطلاعاتو او کلتور رئیس مقر ولسوالۍ ته سفر وکړ
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مطیع الله متقي مقر ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو سره یې وکتل او د کلتوري میراثونو د ساتنې په اړه یې د عالیقدر امیرالمومنین مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله فرمان دوی ته ورسوو.
ښاغلي متقي د خپل سفر موخه د پورتني فرمان پلي کول او د اطلاعاتو او کلتور رياست او مقر ولسوالۍ د ولسونو تر منځ همغږي وښوده.
ښاغلي متقي د یادې ولسوالۍ څخه د تاریخي آثارو د قاچاق په مخنیوي کې د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۵/۴/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۰ هـ ش
