په بامیانو کې د لرغون پېژندنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

wares_admin
Sun, Oct 15 2023 10:12 PM
.....

د بامیانو ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د لرغون پېژندنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس صفي الله رائد، د يونما دفتر استازی جعفر رحيم، د بامیانو پوهنتون استادانو او محصلینو هم ګډون درلود.
په پیل کې ښاغلي رائد د لرغونو آثارو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: لرغوني آثار او تاريخي ځايونه تاريخي ارزښت لري او د هېواد کلتوري هويت دی.
د ښاغلي رائد په خبره، په بامیانو کې د سلګونو لرغونو آثارو تر څنګ ۸ سیمې د علمي او کلتور سازمان (یونسکو) په نوملړ کې د بیا رغونې لپاره شاملې دي. همدا رنګه په اوسني وضعیت کې د دغه ښار د ساتنې او بیارغونې لپاره جدي هڅې روانې دي.
ورپسې د پوهنتون استاد محمد ياسين شهروند په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د کلتوري ميراثونو ساتنه يوازې داطلاعاتو او کلتور رياست مسؤليت نه دى؛ بلکې د ټولو هېواد والو مسؤليت دى.

۱۴۴۵/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۳ هـ ش

تازه ترین اخبار

Mon, May 18 2026 3:30 PM
Background image

Book Exhibitions Held Across Several Provinces in Commemoration of Book and Reading Week

In commemoration of Book and Reading Week, book exhibitions have been organized across a number of provinces throughout the country. The exhibitions feature hundreds of titles in the. . .

Mon, May 18 2026 3:26 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Session

On Monday, 1 Dhul-Hijjah 1447 AH, the Book Evaluation Commission of the Deputy Ministry for Publications Affairs at the Ministry of Information and Culture convened its regular session.. . .

Mon, May 18 2026 2:04 PM
Background image

Bayhaqi Bookstore Stall Inaugurated in Sar-e-Pul Province

A Bayhaqi bookstore stall was officially inaugurated in Sar-e-Pul Province by the Directorate for the Writing of the Holy Quran and the Publication of Bayhaqi Books, under the Ministry. . .

BACK TO NEWS