د ننګرهار له سیمه ییزو خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wares_admin
Sun, Oct 01 2023 10:44 PM
......

 

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنیف په مشرۍ په یاد ریاست کې د ننګرهار له سیمه ییزو خبریالانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه، چې پکې د ملي رادیو تلوېزیون آمر مولوي امان الله عادل، د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي او د سیمه يیزو رسنیو استازیو او خبریالانو ګډون کړی و.
په یاده ناسته کې خبریالانو په خپل نوبت سره خپلې ستونزې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره د حل په موخه شریکې کړې.
ښاغلي حنیف د خبریالانو د خبرو له اورېدلو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: رسنۍ د ذهنیتونو د لا ښه سمون په خاطر ډېر اهمیت لري. د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ولایتي اداره تل دا هڅه کوي، چې د ژورنالېزم له اصولو سره سم رسنیو او خبریالانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۹ هـ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS