پوهاند محمد رسول باوري د بلخ ولسوالۍ د تاريخي ساحو د ترميمولو د کار بهير وکوت

moic_admin
Wed, Aug 07 2019 2:30 PM
د تاريخي ساحو د ترميمولو د کار بهير

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري پرون د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د تاريخي آبداتو د ترميمولو د کار بهير وکوت.
د باختر آژانس خبريال خبر له مخې، د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د تاريخي آبداتو د ترميمولو کار، له ١٣٩٥ کال راپدېخوا د آغاخان فرهنګي دفتر د امريکا د متحده ايالاتو او د آلمان فدرالي جمهوريت په مالي همکارۍ پيل کړى او لا هم دوام لري.
پوهاند باوري د ٩-ګُنبد جومات، خواجه عکاشه ولي او د بلخ د تاريخي دېوالونو د ساتنې او ترميمولو د کار بهير په داسې حال کې وکوت چې د آغاخان د فرهنګي دفتر مسوول په دې باب توضيحات وړاندې کول.
د يو بل خبرله مخې:
پوهاند محمد رسول باوري پرون له غرمې وروسته د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست بېلابېلې څانګې وکتلې او د دغه رياست کارونه يې ګټور وبلل.

تازه ترین اخبار

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

Mon, Oct 26 2026 3:31 PM
Background image

MOIC Public Libraries Directorate Signs Cooperation Agreement with DHSA

The Public Libraries Directorate, under the Deputy Ministry for Culture and Arts of the Ministry of Information and Culture, has signed a cooperation agreement entitled “Strengthening. . .

BACK TO NEWS