د هنر او کلتور معین د بامیانو والي سره وکتل
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنري او کلتوري چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي بامیانو ولایت ته په خپل رسمي سفر کې چې د تخنیکي ټېم سربېره د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست او د لرغون پوهنې ریاست مسؤلینو یې ملتیا کوله د یاد ولایت له والي عبدالله سرحدي سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د راتلونکو پروژو په اړه وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي عزیزي وویل، بامیان د تاریخي، کلتوري او سیاحتي اړخه له ارزښتونو ډک ولایت دی او یادو ارزښتونو ته په کتو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی چې د دې ولایت لپاره لا کار وکړي.
عزیزي د دغه ولایت د زاړه ښار پروژه، د فیروز کوه موسسې له لوري، د کارون سرای پروژه د یونسکو موسسې له لوري د جوړیدو په اړه بحث وکړ او په دې ولایت کې د تاریخي آبدو او سیمو د ساتنې په برخه کې د بامیانو له سیمه ییزې ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دیاد ولایت والي عبدالله سرحدي وویل، په هېواد کې د فزیکي جګړې د پای ته رسیدو ورسته باید کلتوري مبارزې ته کار وشي او په دې برخه کې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هڅو څخه مننه وکړه.
۱۴۴۵/۱/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۸ هـ ش
