په پروان کې لسګونه ځوانان د ویناوالۍ له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

wares_admin
Wed, Jun 14 2023 1:07 PM
.....

تېره ورځ د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له روزنیز کورس څخه لسګونه ځوانان د ویناوالۍ له زده کړو څخه فارغ شول.
 د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي د وینا او بیان هنر، اهميت او ارزښت ته اشاره وکړه او ويې ويل، د بيان او وينا هنر يوه اړینه پوهه او مهارت دى، چې انسانانو ته د خپل پيغام د ښه رسولو توان ورکوي.
ورپسې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو مدیر احمد جاويد پویش د ځوانانو د ظرفيت لوړولو په برخه کې ددغه رياست د کړنو او فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، د خوښۍ ځای دی، چې نن ورځ  يو شمېر ځوانان د دې رياست د لنډ مهاله روزنيز پروګرام څخه فارغ شول.
ورپسې د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري په فارغ شوو کسانو د فراغت سندونو ووېشل شول.

۱۴۴۴/۱۱/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۳ هـ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS