هلمند کې د تاریخي ځایونو د غصب مخنیوی وشو

wali_admin
Sun, Mar 26 2023 10:15 AM
aassdf

 

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکوي، چې تېره پنجشنبه یې د هلمند مرکز لښکرګاه په شپږمه حوزه کې د تاریخي ځمکو د غصب مخنیوی وکړ.

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي آبداتو مدیر حافظ مدثر وایي:
چي دوی تر دې مهاله د مرکز لښکرګاه په ګډون په سنګین، باباجي او ګرشک ولسوالیو کي ډیری تاریخي کلاوي او ځمکي له غصب څخه پاکي کړي، او په لنډ وخت کې به پاتې کلاوي هم له غصب څخه وژغوري.
چې له جملې څخه یې د پنجشبنې د ورځې د کاریز سیمه کې شاوخوا پنځه جریبه ځمکه وه، چې له غصب څخه یې وژغورله. 

همداراز نوموړی زیاتوي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره دوی د تاریخي آبداتو د ساتني لپاره خپلې هڅې پیل کړي او په دې وروستیو کې له تاریخي آبداتو څخه د سیلانیانو شمېر هم ډیر سوی چې څه برخه یې بهرني سیلانیان دي.

نوموړي له یونیسکو سازمان څخه وغوښتل چې د تاریخي آبداتو په رغولو کې ورسره مرسته وکړي او له ولسي وګړو یې وغوښتل چې د تاریخي آبداتو او کلاوو څخه بشپړه ساتنه وکړي.

۱۴۴۴/۹/۱هـ ق
۱۴۰۲/۱/۳هـ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS