کندهار ولايت کې د ايران کونسل د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل
تیره ورځ کندهار ولايت کې د ایران هیواد کونسل حاجي زاده د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور احمد سعيد سره د نوموړي په دفتر کې وکتل او پر يو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
کونسل حاجي زاده وويل، غواړي چې د افغانستان اسلامي امارت سره په همږغۍ په علمي، صحي او فرهنګي برخو کې خپل فعاليتونه زيات کړي، هغه همدا راز د افغانستان او ايران ترمنځ ډيپلوماتيکي اړيکې ډيرې ښې او دوستانه وبللې او د دوام هيله يې وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نوراحمد سعيد هم د افغانستان او ايران ترمنځ پر ښو او دوستانه اړيکو ټينګار وکړ، همدا ډول په راتلونکي کال کې د جنوب لويديځ زون لپاره د وېزو پر ډېرېدو هم خبرې وشوې.
۱۴۴۴/۸/۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۹ هـ ش
