د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس سره وکتل
نن چهارشنبه ۱۴۴۴/۸/۱هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ملا خیر الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار سره وکتل.
ښاغلي اسلامیار له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکي کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي خیرخواه، نوموړي رئیس ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمي مشوري او سپارښتنې ورته وکړي، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي کیږي.
۱۴۴۴/۸/۱ه،ق
۱۴۰۱/۱۲/۳ه،ش
