د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې له ۷۰۰ زیاتو ځوانانو ته د زده کړو لړۍ په ښه توګه راونه ده
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د دغه ریاست په ښوونیز مرکز کې څه باندې اوه سوه تنو ته د زده کړې لړۍ په ښه توګه روانه ده.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم په داسې حال کې، چې د ځوانانو چارو مدیر ذبیح الله جواد او د ښوونیز مرکز مدیر حسیب الله حبیب هم ورسره و، د دغه ریاست اړوند ښوونیز مرکز زده کړییزې لړۍ څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم د یاد ښوونیز مرکز زده کوونکو ته په خطاب کې وویل؛ د دې هېواد آبادي علم او زده کړې سره تړلې ده، هڅه وکړئ، چې د دغه مرکز له وړیا زده کړو څخه د خپلو کورنیو او زورېدلو ولسونو د آرمانونو د پوره کولو برخه کې ګټه واخلئ.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز مرکز کې ۷۰۰ تنو ځوانانو او تنکیو ماشومانو ته د انګلیسي، کمپیوټر او خطاطۍ په برخو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده، چې نږدې ورځو کې به دغه زده کوونکي له ژمني پروګرام څخه فارغ شي.
۱۴۴۴/۷/۲۹ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱ هـ ش
