د نيمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په لويديځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له مسؤل سره وکتل

wares_admin
Mon, Feb 20 2023 11:21 PM
...

تېره ورځ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس، مفتي حبيب‌الله "الهام" په لویدیځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې له مسؤل شميل‌احمد "مشعل" سره وکتل، چې پر مهال یې د آريانا نيوز او طلوع نيوز خبريالانو هم حضور درلود.
په دې لیدنه کې په لويديځه حوزه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې مسؤل شمیل‌احمد "مشعل" د رسنیو او خبريالانو د ملاتړ په پار د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د مننې سربېره د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مشعل زیاته کړه، دا د خوښۍ ځای دی، چې  د ا.ا.ا. له واکمنۍ وروسته په نيمروز ولایت کې د خبريالانو له خوا هېڅ ډول شکايت نه دی ثبت شوی. 
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې هغو رسنیو ته اشاره وکړه، چې په بهر کې فعالې دي او و یې ویل، هغه رسنۍ چې له هېواده بهر د اسلامي نظام پر ضد فعالې او نشرات کوي په حقیقت کې شایعات او پروپاګند خپروي.
په ياده غونډه کې د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب‌الله "الهام"  وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د اسلامي نظام د اصولو او تګلارې په پام کې نيولو سره د رسنيو د ودې په موخه هڅې کوي.
ښاغلي الهام زیاته کړه، دغه اداره هوډ لري چې له رسنیو او خبریالانو سره همکاري وکړي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزې حل شي.
۱۴۰۱/۱۱/۳۰ هـ ش
۱۴۴۴/۷/۲۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS