ځوانان تر بل هر وخت تشویق او پاملرنې ته اړتیا لري

wali_admin
Thu, Feb 09 2023 12:42 PM
اطلاععات

 

یادي څرګندونې تېره ورځ د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي مولوي سيف الدين معتصم د ځوانانو د همږغۍ غونډه کې وکړې، چې پر مهال یې د ځوانانو چارو مدیر انجنير پهلوان بابري، شاعرانو، لیکوالانو، د ولسوالیو د رضاکارو ځوانانو استازو او ځوانانو ګډون درلود.
ښاغلي معتصم زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین د ځوانانو خدمت ته چمتو دي او د ځوانانو د ستونزو د حل په برخه کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي.
د نوموړي په وینا، دوی د ځوانانو د غوښتنو او هیلو پوره کولو لپاره ښه پلانونه لري او په نږدې راتلونکي کې به پلي شي.
ورپسې ځوان رضاکار عبدالحبیب ځوانانو ته د خدمت په برخه کې، د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې اوس د پخوا په پرتله ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې او لا باید د ځوانانو ملاتړ او هڅونه وشي.
په دې غونډه کې، شاعر او ليکوال علي شير انتظار وويل: د ځوانانو تر منځ بايد په ولسواليو او مرکز کې، لازمه همغږي او اړيکې رامنځته شي، څو د دوى پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي، نوموړی زیاتوي چې د کتابتون تر څنګ باید د دغه ولایت په ولسوالیو کې ښوونیزې ادارې هم زیاتي شي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، د جوزجان د آقچې، فيض اباد، غور تېپې ولسواليو يوشمېر رضاکارو ځوانانو د ځوانانو ستونزې څرګندې کړې او ويې ويل، چې د ځوانانو لپاره بايد د زده کړو او کار ښه زمينه برابره شي، د دوی په خبره، هېواد تر بل هر وخت ډېرو لوستو ځوانانو ته اړتیا لري، د ځوانانو لاسته راوړنې باید د مسؤلینو له خوا وستايل شي او ملاتړ یې وشي.
۱۴۴۴/۷/۱۷ هـ ق
 ۱۴۰۱/۱۱/۱۹هـ ش
۲۰۲۳/۲/۸ م

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS