د نجراب ولسوالۍ عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق وایي، چې د نجراب ولسوالۍ یو تن وسیدونکي حاجي محمد هاشم خان له لوري د دغې ولسوالۍ عامه کتابتون ته ۶۰ ټوکه بېلابېل عنوانونو درلودونکي کتابونه د یو شمېر فرهنګیانو او علمي شخصیتونو په شتون کې وسپارل شول.
ښاغلي وثیق د دغې ارزښتمنې ډالۍ له سپارلو څخه د مننې کولو ترڅنګ د کاپیسا ولایت له نورو علمي او فرهنګي شخصیتونو څخه یې هم وغوښتل چې د عامه کتابتونونو د غني کولو په موخه همکارۍ وکړي او د خلکو د علمي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د نجراب ولسوالۍ عامه کتابتون د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتون یوه څانګه دی چې د بېلابېلو برخو سلګونه عنوانه کتابونه پکې موجود دي او هر ورځ ورته په لسګونه ځوانان مراجعه کوي.
۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ ق
