د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت یوه پلاوي بغلان ولایت ته د سفر پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي اسدالله هاشمي سره د ریاست پر چارو او د تاریخي او سیاحتي سیمو پر پراختیا خبرې وکړې.
یاد پلاوي د ګرځندوۍ، مالي او اداري چارو معینیت د سلاکار سعدالله اسد په مشرۍ د امام قتیبه رحمهالله له زیارت څخه لیدنه وکړه او ویې ویل: امام قتیبه بن سعید رحمهالله د حدیثو له مشهورو امامانو څخه و، چې د حدیثونو په زده کړه، تدریس او خپرولو کې مهم خدمتونه ترسره کړي او امام بخاري، امام مسلم، امام ابو داود، امام ترمذي او امام نسائي رحمهم الله یې له مشهورو شاګردانو څخه وو.
د لیدنې پر مهال د یو تن سوداګر قاري بشیر دولت زئی له لوري د زیارت د ترمیم او د مرمرو ډبرو د کار چارې پیل شوې وې. ښاغلي اسد د دغو هڅو ستاینه وکړه او له نوموړي یې مننه وکړه. همدارنګه، د زیارت کوونکو لپاره د غرفو د جوړولو ځایونه هم مشخص شول، ترڅو هغوی ته د اړتیا وړ توکو د پېر او پلور اسانتیا برابره شي.
په پای کې پلاوي د کوټه ستاره له تاریخي غونډۍ څخه هم لیدنه وکړه، د غونډۍ شاوخوا د دوکانونو لپاره یی نقشه طرحه کړل، ترڅو سوداګریز فعالیتونه منظم او د ښار ښکلا لا زیاته شي.
د یاد سفر موخه د بغلان ولایت د تاریخي او سیاحتي سیمو ارزونه او د هغو د ساتنې، سمسورتیا او پراختیا لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول وو.
۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ ق
