د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

wasim_admin
Tue, Oct 20 2026 3:10 PM
..

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې د داوودي بالا او داوودي پایین په کلیو کې د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې.
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح وویل: په دغو پروژو کې د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې؛ ( ۶۵۰ متره سړک هوراول، ۴۰۰ متره کرنیز کانال جوړول، د پنځو پلچکونو جوړول او ۲۵۰ متره استنادي دېوال جوړول) شامل دي، چې د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یونیسکو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د ۸۴ زره امریکایي ډالرو په ټولیز لګښت ترسره کېږي.
ښاغلي صالح د دغو پروژو د پلي کېدو موخه د لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونه، د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو برابرول، د اوبو مدیریت او په زیان‌ لیدونکو سیمو کې د استنادي دېوالونو پیاوړتیا یاده کړه.
ورته مهال د دغو سیمو اوسېدونکو د یادو پروژو د پلي کېدو له امله خوښي څرګنده کړه او دا یې د لرغونو سیمو او آبداتو د بیارغونې او د بامیان ولایت د آبادۍ په برخه کې د سیمه‌ییز حکومت د پاملرنې او ژمنتیا نښه وبلله.
د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې به د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر مستقیمې څارنې لاندې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو مطابق په اساسي توګه  ترسره شي.

۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 20 2026 3:42 PM
Background image

Kandahar Officials Meet Journalists and Government Spokespersons to Strengthen Media Coordination

A coordination meeting with media representatives, journalists and spokespersons of local government institutions was held at the Kandahar Governor’s Office, attended by Deputy Governor. . .

Tue, Oct 20 2026 3:23 PM
Background image

Bamyan Launches Infrastructure Projects to Rehabilitate Residential Areas in Historic Sites

Several infrastructure projects aimed at rehabilitating residential areas in historic sites and ancient settlements have been launched in the villages of Dawoodi Bala and Dawoodi Payin. . .

Tue, Oct 20 2026 2:55 PM
Background image

Kandahar Holds Coordination Meeting with Writers and Cultural Figures

The Kandahar Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Al-Ribat Scientific and Cultural Institution, held a coordination meeting with a number of writers. . .

BACK TO NEWS