له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الرباط علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو او ویاندویانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د علم او لیکوالۍ پر ارزښت خبري وکړې او له لیکوالانو څخه یې وغوښتل، چې د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې د پوره هڅې وکړي او د ټولنې د روښانه راتلونکي جوړولو په برخه کې د خپل رول ترسره کړي.
د کندهار مرستیال والي مولوي سیف الدین تائب هم د ورته غونډو د جوړېدو ستاینه وکړه او ویې ویل: د لیکوالي په مرسته کولای شو، چې د ټولنې په اصلاح کي مهم رول ترسره کړو.
په غونډه کې یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړه، چي د دا ډول غونډو جوړولو زمینه برابروي، دوی د ورته نورو غونډو د جوړیدو غوښتونکي هم شول.
۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق
