په هرات کې د فکري ویښتیا، اسلامي ارزښتونو او اوولسمې ګڼې فرمان په اړه علمي کنفرانس جوړ شو

wasim_admin
Sun, Sep 13 2026 3:35 PM
...

هرات کې د ځوانانو چارو آمریت له لوري دویم علمي کنفرانس د «فکري ویښتیا، د اسلامي ارزښتونو بنسټیز کول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان» تر سرلیک لاندې جوړ شو.
د هرات د ځوانانو چارو آمر وویل: د ځوانانو فکري ویښتیا، د دیني او ټولنیزو مسئولیتونو په اړه پوهاوی او د اسلامي هویت پیاوړتیا په ټولنه کې د ځوان نسل له اساسي اړتیاوو څخه دي، ځوانان د ټولنې فعال ځواک دی او مسئولیت لري، چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو، مطالعې، د اسلامي اخلاقو په پیاوړتیا او له شته فرصتونو څخه په سمې ګټې اخیستنې سره د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او انسجام پیاوړتیا، له فکري او فرهنګي زیانونو سره مبارزه او له ټولنیزو رسنیو څخه مسئولانه استفاده هغه موضوعات دي، چې د ځوان نسل جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
همدا راز نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) ۱۷مې ګڼې فرمان ته په اشارې سره وویل: چې د فرامینو او مقرراتو په اړه د ځوانانو پوهاوی او د هغو د رعایت په برخه کې د خپلو مسئولیتونو درک د نظم، مسئولیت‌پذیرۍ او سالم ټولنیز ژوند لپاره ارزښت لري.
د کنفرانس په ترڅ کې ځوانانو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل او بېلابېلې موضوعګانې یې د بحث او ارزونې لپاره وړاندې کړې.
بل خوا، په دغه کنفرانس کې یو شمېر ګډون کوونکو ځوانانو د علمي او فکري پروګرامونو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او د ځوانانو طرحو او نوښتونو ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین وایي:  هڅه کوي، چې د ځوانانو لپاره علمي، فکري، فرهنګي او د پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي، څو د هغوی د فکري ودې، استعدادونو د غوړېدو او په ټولنه کې د رغنده مشارکت زمینه برابره شي.

١٤٤٨/٣/٣٠

تازه ترین اخبار

Mon, Sep 14 2026 3:55 PM
Background image

One-Day Training Seminar Held for Hundreds of Journalists, Media Officials, Writers, Literary Activists and Youth

On 1 Rabi’ al-Thani 1448 AH, the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture held a one-day training seminar in Faryab for hundreds of. . .

Mon, Sep 14 2026 3:40 PM
Background image

Book Review Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 23 Sunbula 1405 (1 Rabi’ al-Thani 1448 AH), the Book Review Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting with the participation of its. . .

Mon, Sep 14 2026 3:32 PM
Background image

Awareness Seminar Held for Youth on Preventing Human Trafficking

The Zabul Directorate of Information and Culture held a one-day awareness seminar for dozens of young people on the prevention of human trafficking.
The seminar, held at the directorate. . .

BACK TO NEWS