د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

wasim_admin
Sun, Sep 06 2026 8:51 AM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشو رئیس محمد شفیق احمدزي او د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیم رئیس انجنیر حسیب نسیمي هم حضور درلود، د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغونې، په بامیان ولایت کې د شش پل کاروان سرای د بیارغونې د پروژې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او فیروزکوه مؤسسې ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
په پیل کې مېرمن لیان د فیروزکوه مؤسسې د فعالیتونو او روزنیزو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل: فیروزکوه موسسې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د کابل ښار په تاریخي مرادخاني سیمه کې رامنځته شوې فرهنګي او روزنیزه مؤسسه ده، چې د افغانستان د دودیزو هنرونو د بیا راژوندي کولو، د کلاسیکې افغاني معمارۍ د ساتنې او د تاریخي سیمو د بیارغونې په برخو کې فعالیت کوي، د فیروزکوه د هنرونو او افغان معمارۍ انسیټیټوټ په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د یوه رسمي روزنیز بنسټ په توګه ثبت شوی او د نجارۍ او کندنې، ګاڼو جوړونې، سفالګرۍ، خطاطۍ او میناتورۍ په برخو کې درې کلنې مسلکي زده‌کړې وړاندې کوي.
نوموړې همداراز د بامیان ولایت د شش پل کاروان سرای د بیارغونې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د دې تاریخي ودانۍ د بیارغونې لومړی پړاو بشپړ شوی او ټاکل شوې چې د تمویل کوونکو د مالي مرستو په برابرېدو سره یې دویم پړاو هم پیل شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د فیروزکوه مؤسسې فعالیتونه وستایل او ویې ویل: افغانستان لرغونی تاریخ او بډایه فرهنګي میراث لري، چې ساتنه او پالنه یې ګډ مسئولیت دی.
نوموړي وویل: د تېرو پنځو لسیزو جګړو د هېواد پر فرهنګي میراثونو ناوړه اغېزه کړې او ګڼ شمېر تاریخي آثار او لرغوني ځایونه زیانمن شوي دي.
ښاغلي طیبي د شش پل کاروان سرای د بیارغونې پروژه د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې مهمه وبلله او ویې ویل: د دې تاریخي ودانۍ ترمیم به د لا ډېرو ویجاړیو مخه ونیسي او د سیمې د تاریخي ارزښتونو په ساتنه کې به مرسته وکړي، د دې کاروان سرای بیارغونه کولای شي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب ترڅنګ، د سیمې د اوسېدونکو لپاره د کار او عاید زمینه برابره او د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو د ودې لپاره فرصت رامنځته کړي.
د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره باید همغږي او ګډ کار لا پیاوړی شي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د فیروزکوه مؤسسې د فعالیتونو د لا ښه تنظیم او د ستونزو د حل په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې، تاریخي آبداتو د بیارغونې او د فرهنګي او هنري همکاریو د پراختیا په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

١٤٤٨/٣/٢٢ ه ق

تازه ترین اخبار

Thu, Oct 08 2026 1:14 PM
Background image

Top Participants Honored at Seerat al-Nabi Speech Competition in Khost

The Khost Directorate of Information and Culture, in cooperation with the Al-Kawthar Intellectual and Cultural Organization, organized a speech competition on the Seerat al-Nabi (peace. . .

Thu, Oct 08 2026 1:12 PM
Background image

Deputy Minister for Publications Affairs Meets Journalists and Media Representatives in Nangarhar

Deputy Minister for Publications Affairs Mawlawi Muhajir Farahi, in the presence of Nangarhar Director of Information and Culture Mawlawi Zabihullah Noorani, held a meeting with. . .

Thu, Oct 08 2026 12:56 PM
Background image

Public Awareness Materials on Decree No. 17 Distributed in Laghman, Zabul and Bamyan

As part of its ongoing public awareness initiatives, the Ministry of Information and Culture distributed informational brochures, booklets, pens and other printed materials on Decree No. . .

BACK TO NEWS