د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه
دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۱۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه،
همدارنګه د ۳۴ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۹۳ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه وارزول شول او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې د ځینو خپرندویانو اړوند د ستونزو په اړه هم لازمې پریکړې وشوې.
