د لغمان او ننکرهار ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د لغمان او ننګرهار ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د ګرځندوی صنعت د ودې، د سیلانیانو د جذب او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: په غونډه کې د دواړو ولایتونو د تاریخي، تفریحي او سیاحتي سیمو د لا ښه معرفي کولو، سیلانیانو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو، د کورنیو سیلانیانو د جذب، د سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو د پراختیا او د دوی د ستونزو د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
یاده غونډه کې د لغمان او ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو د ګرځندوی آمرینو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي، ترڅو د ګرځندوی د صنعت د لا پیاوړتیا او پرمختګ لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د غونډې ګډونوالو د دواړو ولایتونو ترمنځ د ګرځندوی صنعت په برخه کې د همغږۍ دوام، د ګرځندوی صنعت د ودې او د سیاحتي خدمتونو د ښه والي لپاره مهم وباله.
۱۴۴۸/۲/۶ هـ ق
