نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

wasim_admin
Sat, May 16 2026 9:22 AM
..

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر او ادب مينوالو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سميع الحق حق بیان وویل: شعر او شاعري د ټولنې فکري هنداره ده، چې د خلکو د احساساتو د راویښولو وسیله پاتې شوې ده.
نوموړي له شاعرانو څخه وغوښتل چې خپلو شعرونو له لارې ناوړه دودونو مخنيوي وکړي، ولسي ستونزې راونغاړي او له بې هدفه شاعرۍ څخه ډډه وکړي.
په ياده مشاعره کې شاعرانو بېلابېل شعرونه، نظمونه، تنزیه کلامونه غونډې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لخوا یې تود هرکلي وشو.
شاعرانو خپلو شعرونو کې خلک ورورګلوي، مینې او د نظام ملاتړ ته راوبلل او د هېواد ابادۍ چارې یې وستایلې.
د مشاعرې ګډونوالو د فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې دغه ډول ادبي ناستو دوام مهم وباله او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS