د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د غزني له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني غزني ولایت ته د سفر پر مهال، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په ملتیا د دغه ولایت له تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه او هغه زیانونه یې له نږدې وکتل چې د طبیعي پېښو له امله ورته اوښتي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر تاریخي آبدات د هېواد فرهنګي هویت او تاریخ وباله او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت د تاریخي آبداتو په بیا رغونه کې له هېڅ ډول هڅو څخه درېغ نه کوي.
۱۴۴۷/۱۱/۱۱هـ ق
