د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د لا ښه پلي کولو په اړه غونډه وشوه
فراه کې د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د لا ښه پلي کولو په اړه غونډه وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي ترڅنګ د امارتي ادارو ګڼ شمېر مسؤلینو، علماوو کرامو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
د فراه اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د عالیقدر امیر المومنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د خبرو کولو ترڅنګ په ټولنه کې د ناوړو دودونو له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤلیت وباله.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د علماوو کرامو او قومي مخورو ترمنځ د ناوړه دودونو له منځه وړلو په موخه د یو تړون ټاکل اړين وبلل او ویې ویل، چې له دې لارې به د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي، نوموړي همدارنګه زياته کړه؛ ټول ولسونه دې په ګډه د عاليقدر امير المؤمنين (حفظه الله) د فرامینو د پلي کولو او د هېواد د ودانولو لپاره کار وکړي.
ښاغلي فراهي د عالیقدر امیرالمومنین(حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په بشپړه توګه د پلي کولو په برخه کې د غونډې له ګډونوالو څخه د پوره همکاریو غوښتنه وکړه او زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مسؤلینو هرې برخې ته پاملرنه لري او هيچاته د هېواد ورانولو او د ولس ځورونې حق نه ورکوي او همدارنګه اسلامي امارت د ځانګړې حوصلې له لارې له پاکستاني رژيم څخه د خپل مظلوم ولس غچ اخلي او په دې برخه کې بشپړ چمتوالی لري.
په ورته وخت کې په غونډه کې ویناوالو د ناوړه دودونو له منځه وړلو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: د ا.ا.ا د بیا ځلې حاکمیت څخه وروسته د ناوړه دودونو له منځه وړلو په برخه کې ډېر کار شوی او د پاتو ناوړه دودونو له منځه وړولو په موخه باید حکومتي مسؤلین او ولسونه د تل په څېر سره ګډ کار وکړي.
۱۴۴۷/۱۰/۱۴ هـ ق
