د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين د لس عنوانه کتابونو تصديق ليک د ملي تدارکاتو ادارې مرستيال ته وسپاره

Anonymous (not verified)
Thu, Mar 18 2021 3:00 PM
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين د لس عنوانه کتابونو تصديق ليک د ملي تدارکاتو ادارې مرستيال ته وسپاره

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين عبدالمنان شيواي شرق د ملي تدارکاتو د انستيتوت د ١٠ عنوانه کتابونو تصديق ليک چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نسخي اخستنې په برخه کې ثبټ شوي دي د ملي تدارکاتو د اداري مرستيال احمد شاه نقشبندي ته وسپارل .

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين عبدالمنان شيواي شرق د دغو تصديق ليکونو د سپارلو په وخت کې د ملي تدارکاتو د ادارې کارونه مهم وبلل  او ويې ويل  موږ د مسلکي زده کړو او د معياري سيستمونو د بنسټيز کېدو په لاره کې د ملي تدارکاتو د ادارې د انستيتوت د نوښت هرکلى کوو.

هغه زياته کړه د نسخې اخستنې (کاپي رايت) په برخه کې د ملي تدارکاتو د ادارې د انستيتوت نصاب چې د دغه بنسټ معنوي حق دى د قانون او مقررو له مخې همکاري او ملاتړ کوو او بايد دغه نصاب د نورو په واک کې ورنه کړى شي چې له هغه څخه د قانون پرخلاف نسخه واخلي .

د ملي تدارکاتو د ادارې مرستيال احمد شاه نقشبندي د خپلو اثارو د ثبتولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل دغه اداره د ادارو د تدارکاتي کارکوونکو د تخصصي کېدو په خاطر د کابل په پولي تخنيک پوهنتون کې يو انستيتوت جوړ کړى دى او دغه انستيتوت تعليمي نصاب ته اړتيا لري او تراوسه پورې ١١ اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نسخې اخستنې په برخه کې ثبت کړي دي .چې موږ نن د ١٠ اثارو د تصديق ليکونو د ترلاسه کولو شاهدان يو.

هغه د اطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت څخه قدرداني وکړه او ويې ويل  موږ چمتو يو  چې په دې  لاره کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تدارکاتي کارکوونکو سره  همکاري وکړو.

کابل/ د کب ٢٨ مه باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS