د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین ننګرهار کې د سیاحتي او زيارتي شرکتونو له مسؤلینو سره ولیدل

wasim_admin
Mon, Feb 16 2026 2:11 PM
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
ښاغلي جمال ټینګار وکړ چې ټول باید د ګرځندوی سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړو، ځکه دا یو مهم اقتصادي سکتور دی، ښاغلي جمال د سیاحتي او زیارتي شرکتونو مسؤلینو ته ډاډ څرګند کړ، چې ستونزو ته به رسېدنه وشي او د یاد سکتور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
دغه راز د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو وویل: هڅه کوو، چې په دې ولایت کې فرهنګي، تاریخي او سیاحتي ارزښتونو ته لا زیاته پاملرنه وشي، د سیاحتي او زیارتي شرکتونو فعالیت نه یوازې د اقتصاد د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د هېواد د مثبت انځور په جوړولو کې هم مهم رول لري.
د مسؤلينو په وينا؛ ننګرهار ولایت کې اوس مهال شاوخوا ۲۸۰ سیاحتي او زیارتي شرکتونه قانوني جوازونه لري او د جوازونو د ترلاسه کولو بهیر لا هم روان دی.
د ناستې په لړ کې د سیاحتي او زيارتي شرکتونو مسؤلینو وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل د ستونزو حل په برخو کې پوره همکاري کړې ده، د یادو شرکتونو مسؤلینو ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا په موخه د وړاندیزونو د شريکولو ترڅنګ د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د ګرځندوی، مالي او اداري معین له لوري وړاندیزونو ته د رسیدو او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۷/۸/۲۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS