د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو
دغه یو ورځنی روزنیز سیمینار د سمنګان ولایت د ۲۰ تنو ځايي خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤولانو په وینا، یاد روزنیز سمینار د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د ملګرو ملتونو د تعلیمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په همکارۍ ترسره شو.
د مسؤلینو په وینا: په دې سمینار کې د ژورنالېزم مسلکي اخلاق، د اقلیمي بدلونونو په رسنيز پوښښ کې د رسنیو رول، ډیجیټلي امنیت او همدارنګه روغتیا په اړه بېلابېل موضوعات وړاندې شول.
مسؤلینو ټینګار وکړ، چې دا ډول روزنیزو پروګرامونه جوړول د خبریالانو د مسلکي کېدو او د تخصصي مهارتونو د لوړولو لپاره اړین دي.
ورته مهال ګډونوالو هم له یاد سمینار جوړولو څخه هرکلی وکړ او د ورته روزنیزو سمینارونو د دوام او پراختیا غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۸/۲۳ هـ ق
